CRI Online

د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم پرانيستل شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 09:20:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې د څوارلسمې نېټې په سهار د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

دغه فورم د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا، په ګډه توګه د يوکمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ د پياوړتيا تر عنوان لاندې تر سره کېږي او د ۲۹ هېوادونو مشران، د م م، نړيوال بانک او د نړيوال پولي صندوق په شمول د ۷۰ څخه د زياتو نړيوالو سازمانونو مسؤلين او استازي او د بېلا بېلو هېوادونو سلګونو تنو استازو پکې ګډون کړی دی.

دغه فورم په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کولو راهيسې په چين کې د ډېرې لوړې کچې نړيواله غونډه ده. د دغې غونډې په ترڅ کې به ګډون کوونکي د همکارۍ او ګډو ګټو په چوکاټ کې د تګلارو د تګ راتګ، د لارو د تړلو، د سوداګرۍ د پياوړتيا، د پيسو د تبادلې او د خلکو د زړونو د نژدې کولو په باب بحث وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای