CRI Online

انټونيو ګوټريس : د " يوکمربند او يوې لارې" طرحې او د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ډېره مهمه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 14:01:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د می په ۱۴ مه نېټه د يوکمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې که څه هم د ځانګړتيا او چوکاټ له لحاظه " يو کمربند او يوه لار" طرحه د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ له اجنډا سره توپيرونه لري، خو دواړه د دوامدار پرمختګ په موخه دي او د پرمختيايي فرصتونو او نړيوالو عامو توليداتو د برابرولو، د ګډو ګټو پربنسټ د همکارۍ او د هېوادونو او سيمو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅه کوي. که د يوکمربند او يوې لارې پر غاړه پراته هېوادونه غواړي د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا له نعمت څخه برخمن وي، نو د " يوکمربند او يوې لارې" طرحې او د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ته دې اهميت ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای