CRI Online

ولاديمير پوتين : د رئيس شي جين پينګ وړانديز د يووالي په اړه د چين د نوې رويې ښکارندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 14:43:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د می په ۱۴ مه نېټه په بېجينګ کې د يوکمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د اسيا او اروپا د بېلابېلو هېوادونو خلکو له پخوا زمانې راهيسې راشه درشې لرلې او په دوستانه ډول يې له يو بل سره سلوک کړی او کوي يې. دغه متقابل پوهاوی، اعتماد او لرغونې دوستۍ په ۲۱ مه پېړۍ کې د همکارۍ لپاره ډېرې مهمې دي. نن ورځ د اروپا او اسيا سيمه ييز يووالی په منظمه توګه روان دی او زياتې پروژې په ښه توګه د پلي کېدو په حال کې دي. د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې غړي هېوادونه د يوکمربند او يوې لارې طرحې ملاتړ کوي. رئيس شي جين پينګ د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې خپله وينا کې د انرژيو، ترافيک، بنسټيزو تاسيساتو، صنعت او کلتور په شمول زياتو ساحو کې د همکارۍ وړانديز کړی دی ، دغه وړانديز ډېر پر وخت دی او د يووالي په اړه د چين د نوې رويې ښکارندويي کوي.

پوتين زياته کړه چې د اروپا او اسيا سيمه ييز يووالی به نه يوازې د هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې کړي، بلکې د اروپا او اسيا ګردې سيمې ته به سوله، ثبات او سمسورتيا ورسوي او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو د ژوند کيفيت به هم لوړ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای