CRI Online

شي جين پينګ د روسيې له ولسمشرولاديمير پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 16:26:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د دياو يوو په ملي هوټل کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل چې د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکاريو په لوړ پوړي فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او روسيه يو د بل ښه ګاونډي ، دوستان او همکاران دي.روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پرمختګ په لوړه سويه کې ساتل شوی او په بېلا بېلو ساحو کې ډېرې نوې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.د پيچلي نړيوال حالت پر وړاندې چين او روسيې د دوو لويو هېوادونو په توګه خپلې دندې پر غاړه اخيستې او د علاقې وړ مسئلو د حل وفصل لپاره يې ګډې هڅې کړې او کوي يې او د سيمه ييزې سولې او نړيوال ثبات د ساتلو لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.

پوتين تر هر څه لومړی په برياليتوب سره د دې فورم د تر سره کولو په مناسبت مبارکي وويله او ويې ويل چې د اوسني نړيوال حالت پر وړاندې د يو کمربند او يوې لارې په اړه وړانديز او د دې فورم جوړونه پر وخت دی چې دا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلې او همکاريو لپاره ګټوره ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای