CRI Online

د ايران په شمال ختيځ کې د زلزلې له امله دری تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 18:56:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران خبري رسنيو د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه خبر ور کړ چې د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د ايران په شمال ختيځ شمالي رزاوي ولايت کې د ريکتر په حساب پنځه اعشاريه اووه درجې زلزلې له امله درې تنه مړه شوي او څو سوه تنه ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې زلزله پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د شپې په لسو بجو او شل دقيقو پېښه شوه چې ژوروالی يې يوولس کيلو متره او مرکز يې د ياد ولايت په پيشبو سيمه کې دی. ځايي حکومت زلزله ځپلو سيمو ته د ژغورنې ډله ليږلې ده.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای