CRI Online

د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم په لوړ پوړې غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 18:58:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم په لوړپوړې غونډه کې ګډون کړ او د ګډو مشورو،ګډې جوړونې ، ګډ شراکت او په پنځو برخو کې د تګ راتګ پياوړتيا تر عنوان لاندې يوه وينا يې وکړه.

هغه په خپله وينا کې وويل چې د رئيس شي جين پينګ له خوا د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د وړانديز راهيسې په نړۍ کې څه باندې سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په فعاله توګه د دې وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړی چې له امله يې دغه وړانديز ګام په ګام پر رښتينو عملونو بدل شوی دی.رئيس شي جين پينګ د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې د يوکمربند او يوې لارې د جوړونې ښه راتلونکې او پرمختيايي لار انځور کړی ده.

جانګ ګاو لي پر دې ټينګار وکړ چې د تګلارو،تأسيساتو،سوداګرۍ ، پيسو او د خلکو د زړونو له لحاظه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د تړاو لرونکو هېوادونو د اړيکو ټينګښت د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې کليدي برخه ده.هغه زياته کړه چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې چارې به د اړوندو هېوادونو له خوا پرېکړه وشي .

په دې غونډه کې د چيلي ، چک،يونان،پاکستان، بريټانيا، فرانسې او المان په شمول د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو پکې ويناوې وکړې.

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جينګ د دې غونډې مشري وکړه.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای