د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د خلکو تر منځ د تبادلې د پياوړتيا تر سرليک لاندې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې غونډې په څنډه کې ناسته د مې د څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته تر سره شوه. د شپېتو هېوادونو د حکومتونو، ګوندونو، شرکتونو او ملکي سازمانونو څلورو سوو استازو په دې غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په برخه کې کيسې شريکې کړې.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له نورو هېوادونو سره د تماس نيولو ادارې مشر سون تاو په دې غونډه کې په خپله وينا کې وويل، موږ دې د ګډو ګټو تر منځ د همکارۍ ميکانيزم د ښه والي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له امله د رامنځته شويو ګټو د مروجولو او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره د ټولنيز چاپيريال د ښه والي لپاره ګډ کوښښونه وکړو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |