د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم نواز شريف د مې په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې وويل، د يوې سوله ييزې او همکارۍ لرونکې نړۍ جوړونه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو عمده روحيه ده.
هغه وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان د انرژۍ، بنسټيزو تاًسيساتو او تجارت په ګډون په څو برخو پورې اړه لري او کولی شي چې د اقتصادي ټولنو تر منځ اړيکې نژدې او د دوی تر منځ پانګونې زياتې کړي. د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د ياد پلان مهمه برخه ده، پاکستان دغې پروژې ته تر ټولو مهم اهميت ورکوي، ځکه چې دغه پروژه نه يوازې د اسيا ختيځه برخه، لوېديځه اسيا او منځنۍ اسيا سره نښلوي، بلکې د پاکستان د ۲۰۲۵م کال د پرمختګ له نقشې سره سمون لري. پاکستان غواړي چې د دې پلان د پلي کېدو په رڼا کې يوه ګډه انکشافي سيمه جوړه کړي، په ديپلوماتيکه لاره او د خبرو اترو په وسيله د اړوندو هېوادونو تر منځ توپيرونه لېرې کړي، څو چې سوله او پرمختګ وساتل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |