CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اړه د تګلارو د تړلو په عنوان غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 09:18:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٤مې نېټې تر غرمې وروسته د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د سرمشريز فورم په اړه د تګلارو د تړلو تر عنوان لاندې غونډه کې ګډون کوونکو ٣٢ دوه اړخيز او څو اړخيز همکاريز سندونه او د شرکتونو ترمنځ د پروژو تړونونه لاسليک کړل چې له ١٨ هېوادونو او ٨ نړيوالو سازمانونو سره اړه لري.

نوموړۍ غونډه د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې او د پرمختګ په اړه د دولتي شورا د څيړنيز مرکز له خوا جوړه شوې او اصلي موضوع يې (( د تګلارو او پرمختيايي ستراتيژۍ تړل )) وو. له ٧٠ نه د زياتو هېوادونو او ٤٠ نړيوالو سازمانونو ٣٦٠ مېلمانه په دې غونډه ګې ګډون درلود.

د م م سرمنشي ګوټريس وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي تر ٢٠٣٠ کال پورې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره ګټوره ده او چاپيريال ساتونکې تکنالوژۍ او پانګونې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته ورسوي او د برخوالو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، ټولنيز او کلتوري تګ راتګ به وهڅوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای