CRI Online

چين به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د پانګونې همکاري پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 09:22:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو بانک رئيس ښاغلي جو شياو چوان د مې په ۱۴مه نيټه څرګنده کړه چې چين غواړي د احاطې، مساوات او متقابلو ګټو پر اصولو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د پانګونې همکاري پياوړې کړي.

نوموړي د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم تر چوکاټ لاندې د پانګې تګ راتګ د هڅونې تر سرليک لاندې يوه غونډه کې څرګنده کړه چې د پانګې تګ راتګ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ مهمه برخه ده. نو اړوند هېوادونه بايد په ګډو کوښښونو سره حکومتي او بازاري رولونه همغږي کړي څو چې پانګې په دوامداره توګه تګ راتګ وکولای شي.

د چين د ماليې وزير او د اړوندو هېوادونو د ماليې له وزارتونو سره په دغه غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې تر سرليک لاندې د پانګونې لارښوونکي اصول لاسليک کړل، له نړيوال بانک، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې له بانک، د اسيا له پرمختيايي بانک سره يې د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د اړوندې همکارۍ د تفاهم يادښت لاسليک کړ. د چين د خلکو بانک د پيسو له نړيوال صندوق او د چک له مرکزي بانک سره اړوند يادښتونه هم امضا کړل.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای