د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په څوارلسمه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان د ګډ برمخبيولو تر سرليک لاندې وينا وکړه او پکې يې پر دې ټينګار وکړ چې موږ دې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې د سوله، سمسورتيا، پرانستي، نوښتونه او تمدنونه لرونکې لارې د پيدا کولو او ساتلو لپاره د سوله ييزې همکارۍ، خلاصون، يو له بل څخه د زده کولو او د ګډو ګټو په ګډون د ورېښمو لارې روحيه وساتو. د نړيوالې ټولنې بېلا بېلو خواوو د شي جين پينګ د دې وينا لوړه ستاينه وکړه، د ګډ پرمختګ د هڅونې هوډ او د روښانه ايندې د رامنځته کېدو هيله يې څرګنده کړه.
شي جين پينګ په دې وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د نړيوال اقتصاد پرمختګ نوي خوځنده قوت ته اړتيا لري. د بېوزلو او شتمنو خلکو تر منځ توپيرونه دې کم او له منځه يوړول شي. اوس مهال د نړۍ په ځينو سيمو کې، ترهګري د نفوذ په حال کې ده، د سولې، پرمختګ او ټولنيزې ادارې په برخه کې ستونزې د انسانانو پر مخ سختې ننګونې دي. چين د پرمختګ د شروع په وخت کې ولاړ دی، چينايان به د نوښتونو، همغږۍ، زرغون، پرانستي او همکارۍ په اوصولو د اقتصادي پرمختګ د هڅونې، د اصلاحاتو د پرمخ وړلو، د دوامدار پرمختګ د ساتنې او د نړۍ د پرمختګ ته د نويو فرصتونو د موندلو لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |