د سيهوا اژانس د خپر له مخې، د سره صليب نړيوالې ټولنې د مې په څوارلسمه نېټه وويل، د اپرېل له اوه ويشتمې نېټې څخه تر اوسه پورې، په يمن کې په کولرا ناروغۍ د اخته کېدو له امله د مړه شويو شمېر يو سل او پنځلس تنو ته رسېدلی دی او نور اته زره او پنځه سوه پر دې ناروغۍ اخته دي.
د يادې ټولنې د عملي ادارې مشر دومينيک سټيرهټ په همدې ورځ د يمن په پلازمينه صعنا کې په مطبوعاتي غونډه کې يادې شمېرنې ورکړې او و يې ويل، اوس په يمن کې د کولرا د هر اړخيز خپرېدو خطر زيات دی. د يمن د څښاک اوبو د برابرولو او طبي سيستمونه د مسلسلو وسله والو شخړو له امله د خرابېدو او بندېدو په حال کې دي، دا د کولرا د خپرېدو شرايط دي. اوس د کولرا د خبرېدو حالت ډېر سخت دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |