CRI Online

زرګونه حکومت ضد وسله وال د دمشق له شمال ختيځې برخې څخه وايستل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 11:26:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په څوارلسمه نېټه، زرګونه حکومت ضد وسله وال د سوريې د دمشق له شمال ختيځې برخې څخه وايستل شول او د سوريې د شمالي برخې يعنې د حکومت ضد وسله والو تر کنټرول لاندې سيمې په لور پرمختګ وکړ. پنځه سوه وسله وال تر تسليمېدو وروسته پر خپل ځای پاتې شول.

د سوريې پوځ د مې په ديارلسمه نېټه وويل، حکومتي پوځ د څلور مياشتنۍ پوځي عملياتو وروسته د دمشق شمال ختيځه برخه بېرته ونيوله. ځايي حکومت ضد وسله وال تسليم شوي او د سوريې شمالي برخې ته به ولېږل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای