CRI Online

د چين د شمېرنې دولتي اداره: په تېر اپريل کې د چين ملي اقتصاد خپل ثابت او ښه حالت ته دوام ورکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 15:27:30

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې دولتي ادارې مطبوعاتي وياند ښاغلي شينګ جه هونګ د مې په ۱۵مه نيټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په مياشت کې د چين اقتصاد عموماً ثابت او ښه حالت ساتلی دی. توليدي چارو په ثابته توګه پرمختګ کړی، بازاري اړتياوې لا پسې پراخې شوې، د توکو بيې ورو ورو لوړې شوې، د تقاضې له اړخ نه جوړښتي اصلاحات په دوامداره توګه ژور شوي او د اقتصادي چارو کيفيت او موثريت پر له پسې ښه شوی دی.

د چين د شمېرنې دولتي ادارې په همدې ورځ په تېر اپريل کې د چين د اقتصاد په اړه يو لړ شمېرې خپرې کړې دي.

نوموړي دا هم وويل: بايد دې ته متوجه شو چې د کور دننه او په بهر کې اړوند چاپېريال لا تر اوسه پېچلی او د بدلون په حالت کې دی، جوړښتي تضادونه نه دي حل شوي او ځينو نويو ستونزو ته دې پام واړول شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای