CRI Online

د ۲۰۱۷م کال د بېجينګ د پوهنتونونو تر منځ د بيليارد مسابقه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 15:44:01

د چين نړيوالې راډيد خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د بېجينګ د پوهنتونونو تر منځ د بيليارد مسابقه د مې په څوارالسمه نېټه د چين د خبري رسنيو په پوهنتون کې پای ته ورسېده.

د ۲۰۱۷م کال د بېجينګ د پوهنتونونو تر منځ د بيليارد مسابقه د چين د خبري رسنيو په پوهنتون کې تر سره شوه

دغه مسابقه د بېجينګ د پوهنتون زده کوونکو د سپورټي ټولنې د بيليارد څانګې، د چين د خبري رسنيو پوهنتون، د بېجينګ د شينګ وې سپورټي سامان الاتو شرکت، د بېجينګ د لي جيون شي جي سپورټي تخنيک شرکت او د لي جيو د بيليارد کروپ لخوا جوړه شوې او د سنوکر او چيني بيليارد په نوم دوه برخې لري. د بېجينګ پوهنتون، د چين د خبري رسنيو پوهنتون، د چين د خلکو پوهنتون، جه جيانګ پوهنتون او تونګ جي پوهنتون په ګډون د پنځوسو پوهنتونونو څلورو سوو لوبغاړو په دې مسابقه کې ګډون کړی و.

د چيني بيليارد پايلوبه

اتل د مډال تر لاسه کولو په مراسمو کې

د بېجينګ د پوهنتون زده کوونکو د سپورټي ټولنې د بيليارد څانګې مرستيال اجرائيوي سرمنشي او د چين د خبري رسنيو پوهنتون مرستيال سپورټي پروفيسر شي لې وويل، د ۲۰۱۲م کال څخه تر اوسه پورې، د بېجينګ د پوهنتونونو تر منځ د بيليارد مسابقې د پنځو ځلو لپاره تر سره شوې دي او د بېجينګ په پوهنتونونو کې په تر ټولو مشهورې مسابقې بدلې شوې. بيليارد د لوړ ذوق څښتن لرونکې لوبې په توګه نه يوازې د زده کوونکو د بدني روزنې، بلکې د دوی د کولتوري تعليم لپاره ګټور دی. اوس د بيليارد لوبه په پوهنتونونو کې د مروجېدو، د پوهنتونونو تر منځ د بيليارد مسابقې د زياتېدو په حال کې دي. بيليارد لا زيات زده کوونکي راجلبوي. (شکريه)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای