CRI Online

د څېړنيزو ارګانونو ۵مه نړيواله او سرمشريزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 15:46:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، څه باندې سل تنو چيني او بهرنيو کارپوهانو د مې په ۱۵مه نيټه د څېړنيزو ارګانونو په ۵مه نړيواله او سرمشريزه غونډه کې د نړۍ د دوامدار پرمختګ په شمول پر څو مسئلو ژور بحث وکړ. برخه والو څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او اړوندو لاسته راوړنو د نړيوال پرمختګ او ادارې لپاره نوی خوځنده او مثبت ځواک برابر کړی دی. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کمېټې مرستيال ښاغلي چن يوان د دغې غونډې د پيل په مراسمو کې ګډون او يوه وينا يې وکړه.

برخه والو په دغه غونډه کې د پوهو په راغونډولو سره پر نړيوال پرمختګ د بحث تر سرليک لاندې يو د بل سره د نظريو تبادله وکړه. ښاغلي چن يوان د پيل په مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې دغه غونډه د بېلا بېلو برخو وتلي څېړنيز ارګانونه او کارپوهان راغونډ کړي، د نړيوال پرمختګ نوی حالت دې ونيسي، د نړيوالې ادارې او د نړيوالو قواعدو اصلاحات دې پرمخبوزي، په مثبته توګه دې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې ګډون وکړي، پخپله دې له نړيوالو ننګونو سره پر مقابلې څېړنه وکړي، د حل څرګنده، واقعي او اغېزمنه لار او لايحه دې وړاندې کړي او د نړيوال پرمختګ لپاره دې خدمتونه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای