CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ برخه کې د خنډونو له منځه وړلو لپاره د همکارۍ وړانديز خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 16:02:05

د چين نړيوالې راديو د خبر له مخې، په سوداګرۍ کې خنډونه لري کول د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې مهم محتويات دي. د می د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د يو کمربند او يوې لارې د نړيوال همکارۍ سرمشريز فورم په اړه د سوداګرۍ برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو تر عنوان لاندې جګپوړې غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه چې پکې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره د همکارۍ وړانديز خپور شو.

د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان عمومي مدير روبيرت ازويدو په دې غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د وړانديز لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل

((اوس د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ تګ راتګ مخ په پياوړتيا دی، د يو ګرځنده تلېفون په وسيله توکي اخيستل او پلورل کېدالای شي. خو په دې برخه کې لومړی بايد بنسټيز تاسيسات بشپړ شي تر څو د توکيو د انتقال اړتيا پوره شي. په دې موقع کې چين د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز وړاندې کول د زمانې له اړتيا سره سمون خوري. ))

د م م د سرمنشي مرستيال او د م م د سوداګرۍ او پرمختګ د سمينار سرمنشي موخيساکتويي دې ته اشاره وکړه، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز بايد د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي پرمختګ وهڅوي او هېڅ هېواد دې وروسته پاتې نه شي. هغه د انلاين سوداګرۍ په اړه وړانديز وکړ

((د ورېښمو د نوې لارې په اړه موږ هيله لرو چې د اړوندو هېوادونو د توليدي توان وهڅوي او هېڅ هېواد دې وروسته پاتې نه شي. د انلاين سوداګرۍ د پرمختګ سرعت د عنعنوي سوداګرۍ په نسبت پنځه چنده دی، موږ بايد په دې غور وکړي چې څنګه د ورېښمو سوداګرۍ لارې په چوکاټ کې د انلاين سوداګرۍ لاره جوړولی شو او په ښه توګه د خدمتي چارو اداره وکړو تر څو د ورېښمو نوې لاره جوړه شي او ځوانو سوداګرو ته ګټور فرصتونه برابر کړو. موږ په دې خوښ يو چې د چين حکومت له دغو کارونو څخه ملاتړ کړی او پکې يې ګډون کړی دی. ))

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان په دې غونډه کې د چين په استازيتوب پنځه تدبيرونه وړاندې کړل او و يې ويل

(( چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ورېښمو لارې پر غاړو له پرتو هېوادونو څخه د دوو زرو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي. په ۲۰۱۸ کال کې به په چين کې د نړيوالو وارداتو نندارتون ترسره شي چې د نړيوالې همکارۍ د هڅولو لپاره څواړخيز ډګر به جوړ شي. چين غواړي د ازادې سوداګرۍ د سيمو د جوړونې په اړه له اړوندو هېوادونو او سيمو سره سلامشورې وکړي. چين به له څه دپاسه دېرشو هېوادونو سره د سوداګرۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او د ورېښمو لارې پر غاړو له پرتو هېوادونو سره به د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې په اړه يو سل پروژې تطبيق کړي. له دې نه پرته، چين به له دغو هېوادونو سره په ګډه د اقتصاد او سوداګرۍ همکاريزې سيمې جوړې کړي او پر خپل ځان اتکا او توان د لوړتيا په اړه به له دغو هېوادونو سره مرستې وکړي. ))

ښاغلي جونګ شان وويل، د چين ګړندی پرمختګ د نړۍ لپاره ګټور فرصت دی، اټکل کېږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به چين د اته زرو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، په بهرنيو هېوادونو کې مستقيمې پانګې به يې له ۷۵۰ مليارډه امريکايي ډالرو څخه زياتې وي، له پنځو سوو مليونو زيات چينايان به له چين څخه بهرنيو هېوادونو او سيمو ته سفرونه وکړي چې په دې وسيله د بېلا بېلو هېوادونو لپاره به د سوداګرۍ ستر ګټور فرصتونه برابرولو کې ستره ونډه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای