CRI Online

په جاپان کې د اوکيناوا ايالت مشر: د امريکا پوځي اډه د ځايي پرمختګ په لار کې خنډونه جوړ کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 16:03:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د اوکيناوا ايالت مشر ښاغلي تاکيشي اوناګا د مې په ۱۵مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اوکيناوا لا تر اوسه له دروند بار سره مخامخ ده او د امريکا پوځي اډه د ځايي پرمختګ د مخنيوي عمده لامل ګرځېدلې ده.

نوموړي وويل چې تر اوسه پورې د اوکيناوا ايالت په وړاندې د امريکا د پوځي اډې لخوا اړېدونکي پېښې او د چاپېريال لپاره ستونزې ډېرې دي. د اوکيناوا وګړيو هيله درلوده چې د امريکا د پوځي اډې په اثر اړېدونکي بارونه کم شي، خو دغه حالت لا تر اوسه نه دی بدل شوی.

د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړ چې اوس په جاپان کې د امريکايي پوځ کابو۷۰ فيصده ځانګړي تجهيزات په اوکيناوا ايالت کې ځای پر ځای شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای