يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم تر چوکاټ لاندې د ګردی ميز سرمشريزه غونډه نن (۱۵ مه نېټه) سهار په بېجينګ کې د يان شي هو د غونډو په نړيوال مرکز کې پيل شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۹ هېوادونو له مشرانو او د م م د سرمنشي په شمول د نړيوالو سازمانونو له ۳ مسئولينو سره په دغه غونډه کې ګډون کوي. شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کوي. ماسپښين به په دغه غونډه پای ته ورسيږي او وروسته به شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وګوري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |