CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم تر چوکاټ لاندې د ګردي مېز سرمشريزه غونډه ترسره شوه او شي جين پينګ پکې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 17:51:33

 

د يوه کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د می په ۱۵ مه نېټه دوېیمې ورځې ته داخل شو. په همدې ورځ د دغه فورم تر چوکاټ لاندې د ګردي مېز سرمشريزه غونډه ترسره شوه . د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې د ټولو دوو مرحلو مشري وکړه او له برخوالو سره يې د تګلارو او پرمختيايي ستراتېژيو ترمنځ د پيوستون او د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا، د تګراتګ ،صادقانه همکارۍ او ګډې ودې د رامنځه کېدو په شمول موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پردې ټينګار وکړ چې"يوه کمربند او يوه لار "طرحه چين وړاندې کړې، خو دغه طرحه په نړۍ پورې اړه لري، د ټولو هغو ملګرو په وړاندې چې نظرونه يې راسره موافق دي خلاصيږي ، د کومې يوې غاړې مخه نه نيول کيږي او هم د کومې يوې غاړې په مقابل کې نه ده.

شي جين پينګ وويل، نن ورځ بېلابېل هېوادونه يو له بل سره تړاو لري او له ډېرو نړيوالو ننګونو سره مخامخ دي، هر يو هېواد يوازې پخپل قوت ښه وده نه شي موندلی او موجودې نړيوالې ننګونې هم نه شی حلولی. يوازې د بېلابېلو هېوادونو د تګلارو پيوستون او د نړۍ په چوکاټ کې اقتصادي او پرمختيايي منابع راغونډې شي، نو قوت به لاغښتلی شي او د نړيوالې سولې، ارامۍ او ګډې ودې لپاره به ګټور وي.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل،د يوه کمربند او يوې لارې طرحې اصلي هدف د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او تګ راتګ پياوړتيا، د بېلابېلو هېوادونو د تګلارو او پرمختيايي ستراتېژيو پېوستون، د همکارۍ ژورتيا، د ګډې ودې او ګډې سمسورتيا ترلاسه کول دي. هيله ده چې د روان فورم له لارې د بېلابېلو غاړو زياتې اړوندې موافقې وشي او د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د نړيوالې همکارۍ لوری او لرليد روښانه شي.

شي جين پينګ په دې هکله وړانديز ونه وکړل او ويې ويل، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې دې د رېلوې او سړکونو په شمول به زياتې ځمکنۍ لارې جوړې کړو، د سمندري بندرونو جوړونه به چټکه کړو او د تېلو نل ليکې،د برېښنا ليږدونه او نوري فايبر به بشپړ کړو. د تصديو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په موخه به د اقتصادي دهليز د جوړولو لپاره زياتې هڅې وکړو او اقتصادي او صنعتي همکاريزې سيمې به په ښه توګه روانې کړو. د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو په موخه به ازادې سوداګريزې سيمې جوړې کړو. دغه راز د پولي همکارۍ په برخه کې به د پانګو د راغونډولو چارې پراخې کړو او کلتوري همکارۍ به ژورې کړو.

د معلوماتو له مخې، د ګردي مېز له غونډې وروسته به د بېلابېلو غاړو د موافقو پر بنسټ يوه ګډه خبري اعلاميه خپره شي او شي جين پينګ به چيني او بهرنيو خبريالانو ته د فورم لاسته راوړنې معرفي کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای