د می په ۱۴ مه نېټه په افغانستان کې د چين لوي سفير ياو جينګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او دواړو خواوو د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم او د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو په هکله د نظرونو تبادله وکړه.
ولسمشر اشرف غني له سفير ياو جينګ څخه وغوښتل چې د چين د دولت رئيس شي جينګ پينګ ته د هغه سلامونه او نيکې هيلې وسپاري. همدارنګه نوموړي د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د پرانيستې په اړه مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې افغانستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او په فغاله توګه به د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.
سفير ياو جينګ ولسمشر اشرف غني ته د رئيس شي جينګ پينګ سلامونه وسپارل او هغه ته يې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د وينا عمده محتويات معرفي کړل. سفير ياو جينګ وويل، افغانستان د چين ښه ګاونډی او ملګری دی، چين غواړي چې له افغانستان سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ د فرصت په نيولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاژورې کړي او د سيمې د سولې او ودې لپاره ګډ کوښښ وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |