CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم پاي ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 21:23:50

د يوه کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم نن (۱۵ مه نېټه) په بېجينګ کې پای ته ورسيد. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې دغه فورم د بېلابېلو غاړو نظرونه يو کړی، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې يې د نړيوالې همکارۍ لوری په ګوټه کړی او اړوند عملياتي پلان يې روښانه کړی، پيغام يې ورکړی چې بېلابېلې غاړې به په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه به جوړه کړي. شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به په۲۰۱۹ کال کې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د دوهمې دورې سرمشريز فورم تر سره کړي.

په دوه ورځني فورم کې تر ۱۵۰۰ زياتو چيني او بهرنيو استازو د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا، په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د ګډو ګټو پربنسټ د ودې په موضوعاتو بحثونه کړي دي. د فورم تر چوکاټ لاندې د ګردي مېز په سرمشريزه غونډه کې د ۳۰ هېوادونو مشران او د نړيوالو سازمانونو مسئولين د تګلارو او پرمختيايي ستراتېژيو ترمنځ د پيوستون او د همکاريزو اړيکو د ژورتيا ، د تګراتګ او همکارۍ د پياوړتيا او د ګډې ودې د ترلاسه کولو په اړه موافقې ته رسيدلي او له غونډې وروسته يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

له ۲۰۱۳ کال وروسته کله چې شي جين پينګ "يوه کمربند او يوه لار " طرحه وړاندې کړې، بېلابېلو غاړو د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او ګډ شريک د اوصلو سره سم هڅې کړې چې په پايله کې يې د تګلارو ترمنځ همغږي پياوړې شوې، د لويو اقتصادي پروژو جوړونه چټکه شوې، د بنسټيزو تاسيساتو شبکه ګام پر ګام بشپړه شوې، د سوداګرۍ د انسانېدو سويه لوړه شوې او ولسي تګ راتګ نور هم نږدې شوی دی.

شي جين پينګ وويل، بېلابېلې غاړې به د يوه کمربند او يوې لارې ابادي پياوړې کړي، په ګډه سره به د اقتصادي ودې نوی خوځنده ځواک ومومي ، د نړیوالې ودې نوی پلاټفورم به جوړ کړي، د اقتصاد د نړیوال کېدو د لابرابرۍ او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې موخې د ترسره کېدو لپاره به هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای