CRI Online

د چين حکومت يو ځل بيا له سوريې سره بشري مرستې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 08:37:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په سوريه کې د چين لوي سفير چي چيان جين او د سوريې د پلان او نړيوالې همکارۍ ادارې مشر عماد صعبوني د می په ۱۵مه نېټه په جلا جلا توګه د چين او سوريې د حکومتونو په استازيتوب په وړيا توګه له سوريې سره د چين وړيا مرستو په اړه سندونه لاسليک کړل.

ښاغلي چي په خپله وينا کې وويل چې د يادو ۲ سندونو موخه د يو کمربند او يوې لارې په نړيوال همکاريز فورم کې تر لاسه شوي تدبيرونو پلي کول دي تر څو د چين او سوريې ترمنځ دوستانه همکاري وښودل شي.

صعبوني د سوريې د حکومت په استازيتوب د چين له حکومت او خلکو څخه مننه څرګنده کړه چې له اوږدې مودې راهيسې د سوريې خلکو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.هغه زياته کړه چې د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې پلان به پرمختيايي هېوادونو ته ګټه ورسوي.هيله ده چې په راتلونکي کې به له چين سره د دې پلان په چوکاټ کې همکاري پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای