CRI Online

چين به د م م د انساني مېشتونې د چارو له ادارې سره همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 08:45:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ښارونو د ډيزاين انسټيتيوټ او د م م د انساني مېشتونې د چارو ادارې د می په ۱۵مه نېټه يادښت لاسليک کړ چې دواړه خواوې به د دواملرونکي ښاري کېدو په تېره بيا د ښارونو د ډيزاين او څېړنې په برخو کې همکاري وکړي.

له يادښت سره سم دواړه خواوې به کارپوهان واستوي چې په ټاکلو پروژو کې ګډون وکړي،بر سېره پر دې،دواړه خواوې به په چين او نورو پرمختيايي هېوادونو کې همکاري وکړي تر څو د دواړو خواوو د ښارونو د ډيزاين او څېړنې په برخو کې ځانکړې سويه او توان پياوړی شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای