د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافان ديمستورا د مې په پنځلسمه نېټه وويل، باور لرم چې د سوريې حکومت د زور زياتي پېښو د له منځه وړلو او په سياسي لاره د شخړود حل و فصل نيت لري
هغه په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د سوريې حکومت اتلس کسيزه لاوی ژنيو ته رسېدلی دی او چمتو دی چې له شپاړسمې نېټې څخه تر نولسمې نېټې پورې د سوريې مسئلې په اړه د نوې دورې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
هغه وويل، د ژنيو خبرې اترې د استانا خبرو اترو په شان د سوريې مسئلې د حل و فصل لپاره نه بېلېدونکی سياسي بهير دی. سياسي لاره د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازنۍ لاره ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |