CRI Online

د چين استازي د تاوتريخوالي په سيمو کې د ښځو د ساتنې د پياوړتيا غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 08:47:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د مې په پنځلسمه نېټه وويل، نړيواله ټولنه دې د تاوتريخوالي په سيمو کې پر ښځو جنسي تيري ته پام زيات کړي او د اړوندو تدبيرونو په نيولو سره د ښځو ساتنه دې پياوړې کړي.

هغه په همدې ورځ کې په وسله والو کشالو کې د جنسي تيري پر ضد د امنيت شورا په علني غونډه کې وويل، شخړې دې په سوله ييزه لاره حل شي، څو چې له بيخه جنسي تيری يووړل شي. نړيواله ټولنه دې په سياسي لاره د شخړو د حل و فصل په اوصولو ټينګار وکړي، د خبرو اترو، جوړښت او همغږۍ له لارې دې شخړې حل کړي، د سوله ييز بهير په هرو پړاوونو کې د ښځو د ګډون حق دې وساتي او په جدي ډول د ښځو امنيتي مسئلې دې حل کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای