د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د می په ۱۵مه نېټه د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ سرمنشي اليکزيس کوهلر اعلان وکړ چې د جمهوريت غوښتونکی ګوند غړی ايدوارد فيليپي د ولسمشر ايمانويل مکرون له خوا د دغه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
ايدوارد فيليپي په ۱۹۷۰ کال کې د فرانسې په روين ښار کې زېږېدلی دی او د پاريس د سياسي علومو پوهنځی او د فرانسې د پازوالنې په انسټيټوټ کې زده کړې کړې دي.له ۲۰۰۱ کال څخه يې د نورماندي سيمې د پارلماني مشر او د لي هاوري د ښاروال دندې تر سره کړی چې په حکومت او پارلماني چارو کې ښې کاري تجربې لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |