CRI Online

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان به په پر له پسې ډول په اوکراين کې د څارونکي د وژلو پېښې په اړه پلټنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 09:03:31

د سينهوا ا ژانس د خبر له مخې، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځانګړي استازي مارټين ساجديک د مې په پنځلسمه نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې وويل، ياد سازمان به په پر له پسې ډول د اوکراين په ختيځ تاوتريخوالي په سيمه کې د دې سازمان د يوه پوځي څارونکي د وژلو پېښې په اړه پلټنه وکړي.

د اپرېل په درويشتمه نېټه، د ياد سازمان ځانګړی پلاوی د اوکراين په ختيځ کې له ماين چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې د دې پلاوي يو څارونکی ووژل شو، دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، له دې پېښې څخه څرګندېږي چې د اوکراين تاوتريخوالي په سيمه کې د ماين پاکولو کار ډېر مهم او لازم دی. هغه د شخړو له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې د ماين ځايونو نقشه وړاندې کړي او د پوځي څآرونکو امنيت وساتي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای