د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې خبري رسنيو د مې په پنځلسمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد په همدې ورځ د سوريې په ختيځ د دير يزور ولايت د ابو کامل پر ښار هوايي بريد وکړ چې له امله يې څلوېښت عام وګړي وژل شوي دي.
د دې خبر له مخې، ابو کامل د داعش تر کنټرول لاندې دی.
د بل خبر له مخې، په دې وروستيو کې، نړيوال اتحاد د سوريې په شمال ختيځ کې څو څو ځله هوايي بريدونه کړي دي. د روانې مياشتې په لسمه او يوولسمه نېټه، په دير يزور او الراقه ولايتونو د نړيوال اتحاد لخوا هوايي بريدونو شل عام وګړي وژلي وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |