د سين هوا اژانس د خبر له مخې،ترکيې د می په ۱۵مه نېټه د جرمني د پارلمان غړو د استازو غوښتنه ونه منله چې د ترکيې په انسيرليک هوايي اډه کې د جرمني له سرتېريو سره کتنه وکړي.
د ترکيې د اناتوليه خبري اژانس د بهرنيو چارو د وزارت په قول د جرمني د پارلماني پلاوي ياده غوښتنه او عمل نامناسب دی.
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې جرمني به په پر له پسې توګه له ترکيې سره خبرې اترې وکړي.د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند مارتين شافر وويل چې د ترکيې ياده پرېکړه د منلو وړ نه ده.د جرمني د بهرنيو چارو وزير سيګمار ګابريل به په امريکا کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د کتنې په وخت کې په دې اړه بحث وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |