CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې غونډې په اړه د نړيوالو سازمانونو د مشرانو هيلې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 09:31:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د څو نړيوالو سازمانونو مشرانو د مې په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو ړوانديز د نړيوالو سازمانونو او چين تر منځ د همکارۍ لپاره نوی فرصت برابروي. هيله من يو چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان به دوامدار پرمختګ پرمخبوزي.

د م م د نفوسو صندوق اجرائيوي رئيس باباتوندي اوسوټيميهين وويل، د سرمشريزې غونډې د پيل په مراسمو کې د دولت رئيس شي وينا ډېره اغېزمنه وه. له دې وينا څخه څرګندېږي چې چين د ټولې نړۍ دوست دی او غواړي چي په پرانيستونکي ډول له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

د م م د ماشومانو صندوق اجرائيوي مشر انتوني لاک وويل، ما د دولت رئيس شي په وينا کې زموږ او چين تر منځ د همکارۍ زيات فرصتونه پيدا کړي.

د م م مرستيال سرمنشی او د انکشافي پلانونو ادارې عمومي مدير تيګيقنيوورک ګيتو وويل، د م م د انکشافي پلانونو ادارې د پرمختګ موخې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له پلان سره سمون لري. له چين سره همکارۍ زموږ د ادارې د کارونو د پرمخ وړلو لپاره به ګټورې وي. چين د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ موخې د پوره کولو مهم قوت دی.

د سره صليب د نړيوالې ټولنې مشر پيټر ماورير وويل، د سره صليب نړيوالې ټولنې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان د وړاندې کولو په وخت کې د دې پلان ملاتړ کړی دی. د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو زيات هېوادونه زموږ د کارونو د تر سره کولو مهمې سيمې دي. د سره صليب نړيواله ټولنه غواړي چې د يادو هېوادونو د سولې د ساتنې او د پرمختګ د هڅونې لپاره له چين سره همکارۍ نژدي کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای