CRI Online

شي جين پينګ د فليپين له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 09:43:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې د فليپين له ولسمشر رودريګو دوترټ سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، چين غواړي چې له فليپين سره د پرمختګ په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو پلانونو د يو ځای کېدو او د دواړو هېوادونو وګړو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره کوښښ وکړي.

هغه وويل، فليپين د چين دوست ګاونډی هېواد او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په برخه کې د چين مهم ملګری هېواد دی. همکارۍ او ګډې ګټې د چين او فليپين تر منځ اړيکو د پرمختګ سمه لاره ده. دواړه هېوادونه دې د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو په باب د سترو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې پياوړې، د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې، له سمندري جرمونو سره د مبارزې، ګډې ژغورنې، له بېوزلو سره د مرستې، د خلکو ژوند د ښه والي او د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخو کې همکارۍ دې ژورې کړي. چين د اسيان د نوبتي رئيس هېواد په توګه د فليپين د اوړندو کارونو ملاتړ کوي او غواړي چې لا لوړې سويې ته د چين او اسيان تر منځ د اړيکو د رسېدو لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي دوترټ وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز به اسيا او فليپين ته اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا ورسوي. فليپين د سياست، تجارت او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د چين لخوا له برابر شويو مرستو څخه مننه کوي او غواړي چې له چين سره اړيکې زياتې او نژدې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای