د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې ميشت د م م مرستنديه پلاوي د می په ۱۵ مه نېټه د يوې خبري اعلاميې په خپرولو سره په کلکه لغمان ولايت کې پر ماشومانو د هاوان بريد وغانده او له ښکيلو غاړو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ورته ډول پېښې مخه دې ونيسي او په هرې اړينې لارې دې د ولسي وګړو په تيره بيا د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر کم کړي.
په اعلاميه کې راغلي چې م م په دې خوښ دی چې افغان حکومت د ۱۹۸۰ کال د جنيوا د عادي وسلو تعهد نامې مراعات کوي او له افغان نورو قوتونو څخه غواړي چې پاتې شوي چاوديدونکي توکي خنثې او يا د اوسيدو سيمو څخه نورو ځايونو ته انتقال کړي او د ښځو او ماشومانو په شمول د عامو وګړو خونديتوب وساتي.
د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د طالبانو جنګيالو د لغمان ولايت پر محترلام يو هاوان وتوغاوه چې له امله يې لږترلږه ۵ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |