CRI Online

د ايران د ولسمشر سر مرستيال د ولسمشرۍ ټولټاکنو له سيالۍ څخه ووتلو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 08:45:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر سر مرستيال اسحاق جهانګيري د مې په شپاړسمه نېټه د ولسمشرۍ د دوولسمې دورې ټولټاکنو له سيالۍ څخه ووتلو.

د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس د خبر له مخې، هغه په همدې ورځ له ټولټاکنو څخه د ځان ايستلو اعلاميه خپره کړه او د اوسني ولسمشر حسن روحاني څخه يې ملاتړ څرګند کړ.

هغه په دې اعلاميه کې وويل، اقتصادي پرمختګ او دولتي انکشاف د ايران د روښانه ايندې د رامنځته کېدو مخکني شرايط دي. هغه له خپلو ملاتړ کوونکيو څخه وغوښتل چې خپلې رايې حسن روحاني ته ورکړي.

د ايران د ولسمشرۍ دوولسمې دورې ټولټاکنې به د مې په نولسمه نېټه تر سره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای