د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په شپاړسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د جنوبي کوريا نوی ولسمشر مون جاي ين او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جون مياشتې په پای کې په واشنګټن کې ملاقات وکړي.
د يادې ماڼۍ سرمنشي يون يونګ جان وويل، اوس د مون جاي ين او ټرمپ تر منځ د ملاقات اول وخت ټاکل شوی دی، د ملاقات مهال وېش او موضوعات لا هم تر بحث لاندې دي. جنوبي کوريا او امريکا به د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په غرض د بنديزونو او ديالوګ په ګډون تدبيرونه ونيسي. که شرايط مساعد وو، موږ به له شمالي کوريا سره خبرې اترې تر سره کړو او د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل لپاره به يو مناسب پلان ولټوو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |