CRI Online

په ژنيو کې د م م په مشرۍ د سوريې مسئلې په اړه د سولې خبرې اترې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 08:57:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د می په ۱۶مه نېټه په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه د نوي پړاو د سولې خبرې اترې پيل شوې.په همدې ورځ د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافن ديميستورا په جلا جلا توګه له بېلا بېلو پلاويو سره ۶ غونډې تر سره کړې.هغه تر خبرو اترو وروسته مطبوعاتي غونډه تر سره نه کړه او د خبرو اترو په اړه يې معلومات ور نه کړل.

د پخوا په شان د دې پړاو خبرې اترې په نامستقيمه توګه تر سره شوې يعنې م م د منځګړي په توګه د سوريې له بېلا بېلو خواوو سره خبرې اترې وکړې او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو تبادله يې وکړه. ديميستورا وويل چې د ده يوه موخه د سوريې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو تر سره کول دي،خو د دې موخې د پوره کېدو شرايط بشپړ نه دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای