د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق پوځ د ګډو عملياتو لارښوونکې ادارې د مې په شپاړسمه نېټه اعلان وکړ چې حکومتي پوځ د موصل ښار د لوېديځې سيمې نهه اتيا اعشاريه پنځه سلنه برخه بېرته نيولې ده.
د دې ادارې وياند په همدې ورځ د حکومتي پوځ او د نړيوال اتحاد په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، اوس د موصل ښار په لوېديځه سيمه کې د داعش تر واک لاندې د ځمکو مساحت يوازې دوولس کيلومتره مربع دی. د پروسږ کال له اکتوبر څخه تر اوسه پوري، حکومتي پوځ په موصل کې د داعش شپاړس زره څلور سوه او اوه شپېته وسله وال وژلي دي.
موصل د عراق دوهم لوی ښار دی او د ۲۰۱۴م کال په جون کې د داعش لخوا نيول شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |