د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اروپايي ټولنې کميټې د می په ۱۶مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره له ۲۰۲۰ کال مخکې د اروپايي ټولنې د امنيت ،سرحدي سيمو او د کډوالو د ادارې معلوماتي سيسټم د کارولو په اړه نوي وړانديز وکړ.
د يادې کميټې په قول د معلوماتو او د بنسټيزو حقونو د ساتنې پر بنسټ په ياد راپور کې نوي وړانديز شوی.د اروپايي ټولنې کميټه به له اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې له شورا سره د دې وړانديز په اړه بحث وکړي تر څو د ۲۰۱۷ کال له پای مخکې ګډې نظريې تر لاسه شي.
بر سېره پر دې،په ياد راپور کې هم ويل شوي چې د ۲۰۱۳ کال د اروپايي ټولنې د انټرنېټي امنيت په اړه د ستراتيژۍ د ازموينې بهير دې چټک شي تر څو له انټرنېټي ګواښونو سره د مقابلې لپاره لامؤثر تدبيرونه ونيول شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |