CRI Online

ټرمپ روسيې ته د پټو اسرارو د ورکولو په هکله د خپل ځان دفاع وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 09:18:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په شپاړسمه نېټه د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د ده او روسيې تر منځ د خبرو اترو دفاع وکړه او و يې ويل چې هغه پوره حق لري چې له روسيې سره د واقعي حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.

د ټرمپ دغه خبرې د دې خبر په اړه غبرګون دی چې له مخې يې هغه روسيې ته پټ اسرار ښکاره او ورکړي. هغه د شپاړسمې نېټې په سهار په ټويټر کې وويل، ما په هغه وخت کې وغوښتل چې له روسيې سره د ترهګرو پر ضد د مبارزې او د هوايي الوتنې د امنيت په اړه د نظريو تبادله وکړم. زه په دې برخه کې د ولسمشر په حيث پوره حق لرم.

د امريکا خبري رسنيو له دې مخکې خبر ورکړی و چې ټرمپ په تيره اوونۍ کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف او په امريکا کې د روسيې له لوی سفير سيرګي کيسلياک سره د ملاقات په وخت کې د داعش په اړه پټ اسرار ښکاره کړي وو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای