د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په شپاړسمه نېټه په سپيڼې ماڼۍ کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ملاقات وکړ. له دې امله چې امريکا د سوريې کردي وسله والو ته وسلې برابرې کړې، د ترکيې او امريکا تر منځ اړيکې خرابې شوې دي. د دې ملاقات موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو بيا رغونه ده.
ټرمپ په همدې ورځ له دې ملاقات وروسته په ټلويزيوني خبرو کې وويل، امريکا او ترکيه دايمي همکار هېوادونه دي. په تيره اوږده موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړيکې ساتل شوې دي. اوس دواړه هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ګډ کوښښونه کوي. امريکا د داعش او د کرد کارګرو ګوند په ګډون د ترهګريزو سازمانونو پر ضد مبارزه کې د ترکيې د کوښښونو ملاتړ کوي.
اردوغان وويل، د ترکيې او امريکا تر منځ د اړيکو دوامدار پرمختګ د دواړو خواوو لپاره ډېر مهم او لازم دی. هيله لرم چې دغه ملاقات د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره نوی بهير برابر کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |