CRI Online

د اروپا د پانګونې بانک د دې خبر پخلی وکړ چې دغه بانک به د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 10:29:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپا د پانګونې بانک د مې په شپاړسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه بانک په رسمي ډول په دې موافقه کړې ده چې د چين لخوا د وړاندې شوي د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له پلان به ملاتړ وکړي.

د دې بانک عمومي مشر جين کريستوفي لالوکس په دې اعلاميه کې وويل، د اروپا د پانګونې بانک د اروپايي ټولنې د يو بانک د اقتصادي پرمختګ د هڅونې او د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په برخه کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان مهم رول پوره پېژندلی. چين د دې پلان د پلي کولو په برخه کې لارښونکی رول بهر ته ښيي. د اروپا د پانګونې بانک غواړي له نورو هېوادونو سره په اروپا او نړۍ کې د پانګونې په اړه تجربې شريکې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له څخه پلان ملاتړ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای