د د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د نوبتي رئيس هېواد يوراګوای استازي البيو روسيلي د مې په شپاړسمه نېټه وويل، امنيت شورا په همدې ورځ د شمالي کوريا د توغندي د تازه ازموينې په اړه د بندو دروازو تر شا غونډه تر سره کړه، د شمالي کوريا د دې عمل يې غندنه وکړه او له دې هېواد څخه يې وغوښتل چې له دغسې عمل تکرار څخه لاس واخلي.
هغه د دې غونډې وروسته خبري رسنيو ته وويل، د امنيت شورا غړو هېوادونو د بنديزونو او سوله ييزو لارې په ګډون د اوسنيو حالاتو سره د مقاومت د ټولو لارو په اړه سلا مشورې وکړې. امنيت شورا په دې ټينګار وکړ چې شمالي کوريا دې د جدي عملياتو په نيولو سره د ذروي وسلو د پاکولو ژمنه ادا کړي، دا د کوريا ټاپووزمې د ترينګلو حالاتو د ښه والي لپاره تر نورو مهم او لازم کار دی. امنيت شورا په د دې مسئلې د سوله ييز، ديپلوماټيک او سياسي حل لپاره کوښښ وکړي.
د اړوند خبر له مخې، شمالي کوريا د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د توغندي توغولو ازموينه تر سره کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |