CRI Online

د یو کمربند او یوې لارې د نړيوالې همکارئ له سرمشريز فورم وروسته د چين د دولت ريس شي جين پينګ په دپلوماتیکو کتنو بوخت و

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 16:06:12

د یو کمربند او یوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشریز فورم پای ته ورسید، د چين د دولت ريس شي چين پينګ لا هم په ديپلوماتيکو کتنو بوخت و. د می په ۱۶مه نېټه ريس شي جين پينګ د ميانمر، بلاروس، جاپان، ايتاليا او قرغيزستان په شمول د څو هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

ريس شي جين پينګ په ۱۶مه نېټه لومړی د جاپان د ازادی ديپلوماتیک ګوند له مشر نيکای توشيهيرو سره کتنه وکړه چې په جاپان کې د لومړي وزير شينزو ابي نه وروسته دويم مشر دی، د جاپان د حکومت په استازيتوب په چين کې د یو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشریز فورم کې ګډون درلود. څرنګه چې په پيل کې د یو کمربند او يوې لارې په همکارۍ کې برخمن نه و، نو دا ځل په یاد فورم کې د توشيهيرو ګډون د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی او د نورو په سترګو کې د جاپان حکومت دريځ د بدلېدو په حال کې دی. ريس شين پينګ په یاد فورم کې د توشيهيرو د ګډون هرکلی څرګند کړ او ويي ويل(اواز)

د یو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشریز فورم کې ستاسو له ګډون نه څرګنديږي چې جاپان د یو کمربند او يوې لارې وړانديز په هکله فعاله رويه غوره کوي او موږ په دې اړه خوښ يو.

ريس شين پينګ وويل چې روان کال د چين او جاپان تر منځ د سياسي اړيکو د عادی کيدو له ۴۵ مې کاليزې سره برابره ده او راتلونکې کال به د چين او جاپان تر منځ د سوله يزې دوستې تړون د لاسليک ۴۰ مه کاليزه وي. د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له نويو فرصتونو او ننګونو سره مخامخ دی. چين او جاپان بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي په بهير کې د لاس وهونکو مسیلو په هکله فکر وکړي او اغیزمن تدبيرونه ونيسي. ريس شين وویل (اواز)

چين غواړي چې د څلورو سیاسي سندونو او څلورو اصلو د ګډو نظریو پر بنسټ د تاریخ د یاولو او راتلونکې ته په لور د روحيی له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښه والی کړي. هېله ده چې جاپان له چين سره په همدې لور روان وي، د توپيرونو په لیري کولو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې پرمخبوزي. هېله لرم چې د دواړو هېوادونو په بېلا بېلو ټولنو کې د دوستې ټینګارونکي په دې موخه ګډ کوښښونه وکړي.

د میانمار ملی سلاکارې اونګ سان سوچي د یو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشریز فورم کې له څلورو ښځينه مشرانو څخه یوه ده. د هغې او د بنسټيزو تاسیساتو د جوړونې او د اقتصاد او سوداګرۍ وزير په مشرئ جګ پوري پلاوي امريکا ته د سفر په بدلو سره په ځانګړي ډول په یاد فورم کې ګډون وکړ. اونګ سان سوچي د تېر کال د اګست په مياشت کې چين ته له سفر وروسته یو ځل بیا له چين نه کتنه وکړه. ريس شی جين پينګ له هغې سره د بیا کتنې په هکله ډېر خوښ دی. ريس شي وویل (اواز)

ډېره خوشحاله يم چې بیا له ميرمن اونګ سان سو چې سره کتنه کوم. تېر کال مو د دوو ځلو لپاره سره وکتل او دا ځل د یو کمربند او يوې لارې په سرمشریز فورم کې برخمن وه او له دې څخه څرګندېږي چې تاسي او د میانمار حکومت له چين سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري، دا د ستاینې وړ دی. موږ هم هېله لرو چې د یو کمربند او یوې لارې تر پلان لاندې له میانمار سره همکارۍ پیاوړې کړو او ګډې ګټې تر لاسه کړو او دواړو هېوادونو او خلکو ته واقعی ګټې ورسوو.

د یو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د چين او میانمار تر منځ د همکاري ډګرونه ډېر پراخ شوي. اوس چين په میانمار کې په ۱۰۸ پروژو کې پانګونه کړي چې عمومي ارښت يی ۱۸ بیلیارډ امریکايی ډالرو ته رسيږي او د میانمار لومړي لوی پانګونکی هېواد او لومړی لوی سوداګرېز همکار دی. اونګ سان سو سوچي له ريس شي جين پينګ سره د کتنې په وخت کې وویل (اواز) زه له تاسو څخه ډېره مننه کوم چې ما ته د یو کمربند او يوې لارې په سرمشریز فورم کې د ګډون بلنه راکړه چې دا یوه ښه تجربه ده. زه هېله لرم چې دغه پلان به د سولې، همغږۍ او سمسورتیا او ټولې سیمې ته خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای