CRI Online

د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ د سرمشریز فورم له جوړولو څخه د چین مسؤلانه دریځ څرګندیږي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 21:07:39
د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ د سرمشریز فورم له جوړولو څخه د چین مسؤلانه دریځ څرګندیږي

د چین د بهرنیو چارو وزیرې هوا چون ینګ د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه په خبري ناسته کې وویل چې د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ سرمشریز فورم د نړیوالې همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره مهم فرصت برابر کړی دی چې ترې د یو لوی هیواد په توګه د چین مسؤلیت او پړه هم څرګندیږي. په دې وروستيو ورځو کې نړیوالو د یاد فورم لوړه ستاینه کړې ده خو داسی غږونه هم شته چې چین د خپلې نړیوالې اغیزې او مشرۍ د لوړولو لپاره دغه فورم جوړ کړی دی. میرمن هوا په دې اړه ویلي چې د یو کمربند او یوې لارې بلنه د چین له خوا وړاندی شوې ده. چین د مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو شریکولو پر رویه ټینګار کوي. چین ادعا کوي چې ټول لوی او واړه هیوادونه مساوي دي خو لوی هیوادونه چې لازیات توان او سرچینې لري نو باید لازیات مسؤلیت واخلي او لازیات خدمتونه وکړي.

ــــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای