CRI Online

د ايران د کورنيو چارو وزير : د ولسمشرۍ ټولټاکنو نتيجه به د رايو له حسابولو اعلان شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 09:02:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي په دې وروستيو کې وويل، د ولسمشرۍ ټولټاکنو نتيجه به د رايو له حسابولو وروسته خپره شي.

هغه وويل، د دې ټولټاکنو د رايې ورکولو کار به د نولسمې نېټې د سهار له اتو بجو څخه د همدې ورځې د شپې تر دوولسو بجو پورې دوام ولري. د رايې ورکوونکيو شمېر شپږ پنځوس مليونه دی او د اولې پلټنې سره سم له دې جملې څخه به کابو دوه اويا سلنه تنه رايې ورکړي. د نوموړي په وينا ښايي په لومړۍ دوره رايې ورکونه کې ولسمشر وټاکل شي او د دوهمې دورې رايې ورکونې ته به اړتيا پيدا نه شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای