CRI Online

په لبنان کې د م م سوله ساتو ځواکونو د چين ټيم ته د قوماندان جايزه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 09:14:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په لبنان کې د م م د سوله ساتو ځواکونو قوماندان مايکيل بيري د مې په شپاړسمه نېټه د چين ټيم ته د قوماندان جايزه ورکړه. دا د پروسږ کال له مې مياشتې څخه تر اوسه پورې په لبنان کې د چين د سوله ساتو ځواکونو د پنځلسم ټيم لخوا لاسته راوړل شوې تر ټولو لوړه جايزه ده.

د قوماندان جايزه د م م د سوله ساتو ځواکونو تر ټولو لوړه جايزه ده. د چين د سوله ساتو ځواکونو د پنځلسم ټيم مشر پو يي وويل، دا نه يوازي يوه جايزه ده، بلکې زموږ پر غاړه دنده او وظيفه نوره هم درنه شوه. که څه هم پنځلسم ټيم به په نژدې راتلونکې کې د سوله ساتنې کار پای ته ورسوي او بېرته چين ته ستون شي، خو د ټيم ټول سرتيري او چارواکي به په پر له پسې ډول په نړيواله صحنه کې د چين او د چين پوځ ښه څېره وښيي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای