CRI Online

د چين استازي سوماليا ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 11:31:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرسيتال دايمي استازي وو های تاو د مې په ۱۷مه نېټه وويل، په سوماليا کې د دايمي سولې او اقتصادي پرمختګ عمل کول يوه سخته دنده ده او د اوږدې مودې کوښښونو ته اړتيا لري. نړيواله ټولنه بايد ورته ډېره پاملرنه او ور څخه ډېر ملاتړ وکړي.

وو های تاو د سومالي مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه غونډه کې وويل، سوماليا د سياست، امنيت، اقتصاد او بشريت په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده. نړيواله ټولنه بايد د سوماليا د حاکميت او د خاورې بشپړتيا درناوي وکړي او د امنيت ساتنې او ادارې توان د پياوړتيا لپاره دې ورڅخه ملاتړ وکړي. چين تل د سولې او پرمختګ د عملي کولو لپاره له سوماليا سره کوښښونه کړي او کوي يې، چين د سوماليا د سوله ييز بهير د پرمخبيولو او د سوماليا مسئلې د سياسي حل لپاره يې فعال رول لوبولی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای