CRI Online

يانګ جيې چه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم برياليتوبونه بيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 11:33:20

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه د مې په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې خبريالانو ته د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم برياليتوبونه بيان کړل.

نوموړي وويل، په دې سرمشريز فورم کې تر لاسه شوي عمده برياليتونه دا دي: د يو کمربند او يوې لارې په اړه د همکارۍ راتلونکې خوا تصديق شوې. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې لارنقشه ټاکل شوې. د يو کمربند او يوې لارې د يوې برخې مهمې پروژې تصديق شوې دي.

ښاغلي يانګ وويل، چين د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د وړاندې کوونکي او د سرمشريز فورم د کوربه هېواد په توګه، د اړوندو هېوادونو ترمنځ د يو د بل تګلارو د پېژندنې ، د اقتصادي دهليزونو ابادۍ د برمخبيولو او د مهمو پروژو د همکارۍ د هڅولو په برخه کې يو لړ نوي تدبيرونه نيولي چې ترې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه خپله مسئولانه رويه او اراده ښکار شوې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای