د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د والي وياند خوګياڼي د مې په ۱۷مه نېټه د دې خبر عطا الله پخلی وکړ چې يوې ډلې اورپکو په جلال اباد ښار کې د ملي راډيو ټلويزيون پر دفتر بريد وکړ چې له امله يې د بريدګرو په شمول لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ټپيان شول.
خوګياڼي وويل، دغه بريد د همدې ورځې سهار په لس نيم بجو وشو. اوس ټول ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او پکې اته تنه سخت ټپيان شوي دي. د ابتدايي پلټنې له مخې، لږ تر لږه دريو اورپکو په دغه بريد کې ګډون کړی و چې دوه يې په چاودنه کې ووژل شول او يو بل يې له امنيتي پوځ سره په جګړه کې ووژل شو.
داعش د دې بريد پړه منلې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |