CRI Online

په چين کې له يو اعشاريه يو مليارډو زيات اعتباري مالومات راغونډ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 11:40:52
په چين کې له يو اعشاريه يو مليارډو زيات اعتباري مالومات راغونډ شوي دي

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې وياند منګ وې د مې په ۱۸مه نېټه وويل، تر اوسه پورې د چين د اعتباري مالوماتو په شريکوونکي ډګر کې له يو اعشاريه يو مليارډو زيات د اعتبار مالومات راغونډ شوي دي. د اعتبار چين په نوم ويبپانې ټولنې ته له سلو مليونو څخه زيات اعتباري مالومات خپاره کړي او د کليک کېدو شمېر يې له درې سوو مليونو نه اوښتی دی.

منګ وې وويل، د چين د مالوماتو مرکز له ۲ بانکونو او ۱۵ ټولنيزو اعتباري خدمتي ادارو سره د اعتباري مالوماتو د شريکولو تړونونه لاسليک کړي چې له مخې به يې عامه اعتباري مالومات له بازاري اعتباري مالوماتو سره وصل شي او د اعتباري خدمت د بازار د ګړندي پرمختګ لپاره به شرايط برابر شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای